په غیر دولتي موسیسو کې پر ښځینه کارکوونکو د کار له بندیز وروسته د اپریل میاشتې په ۴مه نیټه اسلامي امارت د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته هم ښځې له تګ منع کړې.
د نورو غندونو او غبرګونونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یې ځواب کې د ۲۶ ورځو لپاره خپل فعالیتونه بند کړل،چې موده یې د مې میاشتې په ۵ نیټه پای ته ورسیده.
د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیږل شوي لیک کې دا پریکړه غندلې او غوښتنه یې کړې،چې بې له ښځینه کارکوونکو دې افغانستان کې د خپل ماموریت دوام مخالفت وکړي.
د لیک یوه برخه:« موږ په افغانستان کې طالبانو په هغو پریکړو او فرمانونو ژوره اندېښنه ښایو،چې له مخې یې په غیر دولتي موسیسو او د ملګرو ملتونو ادارو کې افغان ښځینه کارکوونکې له کار منع شوې دي. دا چې ښځې د بشردوساته مرستو لپاره اړیني دي، نو له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو،چې یوازې د نارینه وو لخوا د بشري مرستو پلي کولو کلک مخالفت وکړي.»
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ ویلي،چې بې له ښځینه کارکوونکو ښځې له مرستو بې برخې کیږي او تر ټولو زیات زیان به یې ماشومانو ته ورسیږي.
دې کمېټې اسلامي امارت په نړۍ کې یوازینی حکومت یاد کړی دی،چې د ملګرو ملتونو ادارو کې یې ښځینه له کاره منع کړي دي.
د لیک یوه برخه:« له ښځینه کارکوونکو پرته افغان ښځې اړینې بشري مرستې نه شي ترلاسه کولی او له امله یې ماشومان تر ټولو زیات اغیزمن کیږي. تر دې دمه هېڅ کوم رژیم ښځې په ملګرو ملتونو کې له کار کولو نه دي منع کړې. دغه بندیز د افغان ښځو اساسي بشري حقونه نقض کوي او ټول افغانستان کې بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي.»
ملګرو ملتونو که څه هم په ښکاره دې لیک ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د کاري بندیز د مودې د پوره کیدو سره سم یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي،چې له افغانانو او خپلو شریکانو سره یې هر اړخیزه مشورې کړې او هڅه کوي، ترڅو سرپرست حکومت دغه پریکړه بېرته واخلي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ یو ځل بیا دغه پریکړه،چې د ملګرو ملتونو د منشور، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون او نړیوالو قوانینو خلاف ده غندو. د افغانستان نارینه، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو ژمنه بیا تازه کوو او د دې لپاره چې خپلو موخو ته ورسیږو،خپلو ټولو ښځينه او نارینه کارکوونکو ته اړتیا لرو، چې بې له کوم خنډه باید کار وکړي.»
که څه هم اسلامي امارت د ښځو او نجونو په زده کړو او کار د بندیز پریکړه دایمي نه بولي،خو د نږدې دوه کالو په تریدو لا هم دا پریکړې پر ځای پاتې دي.
سرپرست حکومت دا پریکړې د افغانستان کورنۍ مسله او د بهرنیانو له خوا یې د بېرته اخیستو غوښتنه په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.