دوی وايي، افغانستان په سیمه کې یوازینی هیواد دی،چې د تاریخ په اوږدو کې یې نه له ترهګرۍ ملاتړ کړی او نه یې هم بل هېواد ته ترهګر او وران کاري صادر کړي دي.
دغه راز دوی وايي، افغانستان او افغانان تل د ترهګرۍ قرباني پاتې شوي او لاهم په دغه برخه کې افغان ولس قرباني ورکوي.
د شنونکو په خبره، هغه هېوادونه چې اوس په افغانستان کې له ترهګرۍ ځان اندیښمن ښي، باید لومړی په خپلو کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرو مخه ونیسي،چې نور یې افغانانو ته هم زیان ونه رسیږي.
د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمان شهاب وايي:« افغانستان د تاریخ په اوږدو کې هېڅ کله هم د ترهګرۍ صادرونکی هېواد نه دی او نه هم افغانان ترهګر دي. افغانستان تل د ترهګرۍ قرباني پاتې شوی دی او هغه هېوادونه چې په دې اړه هرنظر لري، دا د هغوی خپله سوداګري ده،چې له ترهګرۍ عاید لري، که روسان دي یا پاکستاني او یا هم ایرانیان هغوی باید خپلو خاورو او خپلو کنټرولاندې سیمو کې د ترهګرو او ترهګرۍ مخه ونیسي.»
ځیني نور په دې باور دي،چې په سیمه کې د ترهګرۍ په تړاو اندیښنې ورځ بلې ته زیاتیږي،خو هېوادونو ته پکار دي،چې د تورونو لګولو پر ځای دې د افغانستان له نظام سره د ترهګرۍ ضد ګډه پالیسي او همکاري رامنځته کړي،چې هم سیمه او هم افغانستان خوندي شي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« له بده مرغه لاهم له سیمې او نړۍ سره د ترهګرۍ ویره شته او د ترهګرۍ اندیښنې په سیمه کې ورځ بلې ته زیاتیدونکې دي، په دې برخه کې سیمې ته پکار دي،چې له سلامي امارت سره په ګډه داسې یوه پالیسي او ستراتیژي جوړه کړي،چې په هغه کې نه یوازې سیمه بلکې افغانستان هم خوندي شي. په دې برخه کې له ټولو مهمه هغه د اسلامي امارت د رسمیت پيژندنې، رسمي اړیکو او په لویه کې په سیمه کې د ګډې همکارۍ مسله ده.»