Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: د ویانا ناسته د افغانستان پر وضعیت هېڅ ډول اغیز نه شي لرلی

تحلیل کوونکي: د ویانا ناسته د افغانستان پر وضعیت هېڅ ډول اغیز نه شي لرلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/26

د اسلامي امارت په راتګ سره ټول پخواني چارواکي او سیاسیون اروپايي او نورو هېوادونو ته لاړل  او افغانستان یې پریښود.

 له هېواده وتلي دغه پخواني چارواکي او سیاسیون دا ځل د اتریش په ویانا ښار کې سره راټول شوي او یو شخصي څیړنیز مرکز ودانۍ کې یې ناسته جوړه کړې.

 

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، دغه ناسته غیر رسمي ده او ګډونوال یې د کوم هېواد او یا هم د کوم رسمي سازمان له لوري نه دي بلل شوي.

دوی په دې باور دي،چې دغه ډول ناستې د افغانستان پر روان وضعیت هېڅ ډول اغیز نه شي کولی او نه هم له دغې ناستې کومه هېله مندي کیدای شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سرور نیازی وايي:« د ویانا غونډه یوه غیر رسمي غونډه ده،چې د هېڅ نړیوال سازمان او هېواد له لوري نه ده رابلل شوې. دا د افغانستان پر وضعیت  هېڅ ډول مثبت یا منفي تاثر نه شي لرلی او نه هم ورته کومه هېله مندي شته.»

ځینې نور بیا وايي، د ویانا په ناسته کې تکراري او افغانانو ته تجربه شوې څيرې راټولې شوي او ناسته یې کومه پایله نه ورکوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی قریب الرحمان شهاب وايي:« زه فکر کوم،چې دغه ناسته به هېڅ ګټه ونه لري او دا هغه تکراري څیرې دي،چې دلته راټولې شوي دي او پخوا افغانانو تجربه کړي دي او له ناستې یې هېڅ تمه نه شي کیدای.»

 

خو د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا له هېواده بهر دغه ډول ناستې د سیاسي حل لپاره ګټورې ګڼي، چې په وینا یې نوره جګړه د حل لار نه ده او افغانان باید خپلې ستونزې د خپل منځیو ناستو له لارې حل کړي.

ځلاند زیاته کړې:« د ویانا ناسته او ورته ټولې هغه ناستې،چې په بهر کې ترسره کیږي،دا ښه ګامونه دي،ځکه جګړه د حل لار نه ده او افغانان باید د خبرو اترو له لارې خپل منځي ستونزې حل کړي.»

 

په ټوله کې د ویانا په ناسته کې دوه غوښتنې مطرح شوي، له نړیوالو غوښتل شوي،چې پر برحاله افغان چارواکو بندیزونه زیات کړي او همدا راز د دغې ناستې ګډونوالو ځان ته د افغانستان حکومت د سیاسي اپوزیسیون خطاب هم وکړ او هېله یې داوه،چې باید په همدې توګه ومنل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist