په افغانستان کې د روسې سفیر ډیمیټري ژیرنوف شمشاد سره په خبرو کې پر امریکا نیوکه کړې،چې پر اسلامي امارت د بنديزونو وضعه کولو سره یې د افغانستان د اقتصادي ودې مخه نيولې ده.
ژیرنوف ویلي،امريکا په غیر قانونې توګه د افغانانو شتمني ګنګل کړې او دې عمل په افغانستان کې پرمختګونه، ثبات او د خلکو اقتصاد ننګولی دی.
هغه زیاته کړې:« له بده مرغه باید ووایو،چې د افغانانو هلو ځلو سربېره هم د افغانستان اقتصاد لاهم پرځېدلی پاتې دی. دا موضوع د امریکا له هغه اقدام سره تړلې ده،چې په غیر قانوني ډول یې د افغانستان پانګه کنګل کړې ده. دا ډېرې پیسې دي،چې افغانستان کې د بیارغونې، ښوونځیو جوړولو، روغتونونو جوړولو، ترهګرۍ ضد او مخدره توکو ضد مبارزې کې ترې ګټه اخېستل کیدلی شي. د افغانستان پر بانکي او مالي سکتور د نړیوالو بندیزونه د دې سبب شوي، چې د افغانستان سوداګري او اقتصاد وده ونه کړي. دا بندیزونه په دې موخه دي،چې امریکایان او د دوی محتدین افغانستان کې د خپلې ماتې غچ واخلي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د روسیې سفیر څرګندونو ته په پام واييؤچې بنديزونه د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د اوسنيو شته نانندريو حل نه شې کيدلی او پکار داده،چې دواړه لورې د بنديزونو پرځای پر هغه ژمنو عمل وکړې،چې د دوحې تړون پرمهال يې کړې وې.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټرعبدالهادي وايي:« د بندیزونو اصلي موضوع دا ده،چې د دوی استدلال هغه د دوحې تړون دی. ډېر عوامل شته دی،چې او موږ او تاسو یې وینو، د بېلګې په ډول ښوونځي، د ملګرو ملتونو ښځينه کارکوونکوته د کار اجازه نه ورکول او نور . دا دې لامل شوي، چې دواړو لورو ترمنځ یې ستونزې رامنځته کړي د ي.»
ځینې نور بیا په دې باور دي،چې زبرځواک هېوادونه په متضادو څرګندونو، پلمو او بنديزونو وضعه کولو سره غواړي، په افغانستان کې خپل منځي رقاباتونه وپالي.
د روسې دغه لوړ پوړی ډپیلوماټ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې امريکا او ملګروملتونو امينت شورا د اسلامي امارت پر استازو له څه باندې ۱۹ مياشتو راهيسې د سفر بنديزونه لګولي دي او د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي نه شي کولی چې په هغو مهمو ناستو کې،چې د افغانستان په اړه جوړيږي استازولي وکړي.