د واک له لومړیو اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د رسمیت پیژندنې په لټه او غوښتنه یې کوي،خو دا چې د دواړو لورو ترمنځ پر ګڼو موضوعاتو مخالتونه شته، نو ځکه دغه پروسه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
وړمه ورځ د مګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې ویلي ول، چې د اسلامي امارت د رسمیت پيژندو په تړاو بحثونه،چې ډېرو داسې انګیرلې د دې سازمان پرته کوم بل څوک دا واک او اختیار لري.
د ملګرو ملتو ویاند سټيفن دوجاریک د امینې محمد د خبرو په وضاحت کې ویلي،د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل د دې سازمان د غړو هېوادونه کار دی او د مرستیالې د خبرو موخه هم دا نه وه،چې کوم بل څوک یې واک لري.
دوجاریک زیاته کړې:«اجازه راکړئ،چې په روښانه ووایم. تر ټولو لومړی، د رسمیت پیژندلو موضوع په ښکاره ډول د غړو هېوادونو په لاس کې ده. دا یو حقیقت او د منشور مطابق موضوع ده،چې په اړه یې هېڅ پوښتنه نشته. زما په اند، د عمومي منشي مرستیالې هغه څه چې ویلي، لکه څرنګه چې تاسو پوهیږئ، هغه په حقیقت کې افغانستان کې د ښځو او نجونو د نه منلو وړ حقونو لپاره په لومړۍ کرښه کې مبارزې کوي. هغې تاسو ته دلته دا وضاحت درکړ، چې هغه په کندهار، کابل او هرات کې وه او د دې حقونو په تړاو یې د طالبانو له مشرانو سره مخامخ خبرې وکړې. زه فکر کوم،چې په پرنسټن کې هغې خپلو څرګندونو کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د همغږې تګلارې پر اړتیا یو ځل بیا ټینګار کاوه،چې موخه یې اوږدمهاله لید په اړه د ګډې زمینې موندل او په حقیقت کې یې چارواکو ته د یوه متحد پیغام رسول ول. دا اړینه ده،چې ډاډ ترلاسه شي،چې ښځې په افغاني ټولنه کې خپل حق لري. زما په اند،په هېڅ ډول د هغې د خبرو مانا دا نه وه،چې د غړو هېوادونو پرته بل څوک د رسمیت پیژندلو واک لري.»
دوجاریک د امینې محمد هغه خبرې هم تائید کړې،چې د عمومي منشي انتونیو ګوتریش په کوربتوب دوحه کې د افغانستان لپاره د بهرنیو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته جوړیږي.
هغه ویلي،چې له دې ناستې یې موخه د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو اجماع رامنځته کول او له کابل سره د ښکیلیتا پیاوړي کول دي.
هغه زیاته کړې:« اجازه راکړئ، تاسو ته په دې اړه یو څه معلومات درکړم. هو! په حقیقت کې به د مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نیټه دوحه کې یوه غونډه جوړه شيؤچې د سرمنشي په کوربتوب به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون وکړي. زموږ لپاره د دې ډول کوچنۍ غونډې موخه دا ده،چې د افغانستان د وضعیت په اړه د دوامدارې لارې لپاره د ګډو موخو ترڅنګ د نړیوالو ښکیلتیا بیا غښتلې کړو. سرمنشي ویلي او په دې باور دي،چې دا یو عاجل لومړیتوب دی،چې د ستراتیژیکو صبر سره یوځای د اصولو پراساس یوه تګلاره پرمخ یووړل شي او د انعطاف وړ ، اصولي او رغنده ښکیلتیا لپاره تګلاره رامنځته شي. دا خبرې اترې چې د تړلو دروازو تر شا ترسره کیږي، موخه یې دا ده،چې د راتلونکو ننګونو په اړه به د متحدې اجماع سره مرسته وکړي.»
که څه له لومړیو اسلامي امارت ویلي،چې د رسمیت پیزندنې ټول شرایط یې پوره کړي،خو هېڅ نړیواله او سیمه ییزه غونډه کې یې په تړاو خبرې نه دې شوي.
که څه هم د ملګرو ملتونو له ویاند دوحې غونډه کې د طالب استازو د ګډون په اړه وپوښتل شول،خو هغه وضاحت ورنه کړ او نه هم تر دې دمه اسلامي امارت د ګډون د بلنې په تړاو کوم څه ویلي دي.