Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: له تکراري څېرو سره خبرې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی

تحلیل کوونکي: له تکراري څېرو سره خبرې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/13

د افغانستان لپاره  د امریکا متحده ایالتو ځانګړی استازی توماس وېسټ قطر، متحده عرب اماراتو او ترکیې ته په سفر وتلی دی.

د یاد هېواد بهرنیو چارو و زارت په خبره، وېسټ به په دغو هېوادونو کې د میشتو افغانانو ترڅنګ د یادو هېوادونو له چارواکو سره هم د افغانستان په تړاو خبرې وکړي.

وېسټ به د دغه سفر پرمهال له پخوانیو افغان سیاسي څيرو سره، مدني فعالانو، ژورنالیستانو او د بشرحقونو له فعلانو سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

خو د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا په دې باور دي،چې له تکراري څېرو سره خبرې هېڅ ځای نه نیسي او  د امریکا متحده ایالت باید په مستقیم ډول د افغانستان د اوسني حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي.

د سیاسی چارو تحلیل کوونکی عمر نهضت وايي:«که  د امریکا متحده  ایالت غواړي،چې د افغانستان د بحران ختمېدو لپاره خبرې وکړي، نو د دې پرځای چې له تکراري څېرو او د بحران د عامل کسانو سره له هېواد بهر خبرې وکړي، نو رادېشي په داخل د افغانستان کې دې له تازه سیاسي څیرو،چې برنامه او طرحه لري خبرې وکړي اوهمداراز له  اسلامي امارت سره دې خبرې وکړي ،خو نه غواړي چې مسله حل شي.»

تحلیل کوونکي وايي، د توماس وېسټ دغه سفرونه د دې پرځای، چې ستونزه حل کړي، بحران نور هم پراخه کوي.

دوی وایې،غوښتنه یې داده، که د امریکامتحده ایالت غواړي ،چې په واقعي  توګه د افغانستان ستونزه حل کړي،نو د اسلامي امارت له چارواکو سره دې له  نږدې کیني او له درېیمو هېوادونو او پخوانیو څيرو دې تیر شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی امان الله هوتکي وايي:« زه فکر کوم، توماس وېسټ چې ګرځي د افغانستان مسله نه خلاصوي، بلکې د افغانستان مسله نوره هم جنجالي کوي. که واقعآ هم د امریکا متحده ایالت غواړي،چې د افغانستان مسلې ته د پای ټکی کیږدي،نو رادېشي د اسلامي امارت له مسوولینو سره دې خبرې وکړي،چې دا مسله حل شي،خو په دې سفرونو چې کله دوحې او دوبي او ترکیې ته ځي دا مسله نه حل کیږي.»

خو ځینې نور  بیا له پخوانیو سیاسیونو سره خبرې او د افغانستان په قضیه کې د دوی ښکیل ساتل مهم ګڼي او زیاتوي،چې امریکا دې له دواړو سره هم د افغانستان له سرپرست حکومت او هم له هېواده بهر سیاسیونو سره خبرو ته دوام ورکړي، ترهغې چې په  افغانستان کې ولس منلی حکومت رامنځ ته شي،

د سیاسي چارو فعال کمال ناصر اصولي وايي:« داچې وېسټ له افغان سیاسیونو سره وګوري، د افغانستان په اړه دا ښه خبره ده،ځکه تراوسه په افغانستان کې ولس منلی دولت نه دی جوړ شوی،نو ښه داده چې  د امریکامتحده ایالت او نړیوال هم له اوسني سرپرست حکومت سره خبرې وکړي او له خورو ورو سیاسيونو سره چې په افغانستان کې پر یو ولس منلي دولت رامنځ ته کولو توافق ته ورسیږي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج بیا وايي، د امریکا متحده ایالت غواړي،چې د خپلو موخو لپاره  یو ځل بیا په دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو پیل کړي او هغو ته زیاته ترجع ورکوي،چې د دوی ګټې خوندي ساتي.

معارج زیاته کړه:«  د امریکا متحده ایالت له خپلو متحدینو سره هڅه کوي،چې د افغانستان مسلې د حل لپاره بین الافغاني مذاکرات بیا په دوحه کې پیل کړي او د خپلو اهدافو لپاره زیاته صادقه نه ده او هغو کسانو ته مراجعه کوي،چې  د امریکامتحده ایالتو ګټې خوندي ساتي او هغه پخواني سیاسیون،چې اوس له افغانستانه وتلي،خو دامریکا د ګټو خوندي کولو لپاره وفاداره دي.»

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې توماس وېسټ به د روانې اپریل میاشتې تر ۱۸ مې نیټې به یادو هېوادونو کې له ځايي چارواکو او میشتو افغانانوسره لیدنې ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist