Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهان: ا.ا باید د افغان ښځو په نښه کول ودروي

د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهان: ا.ا باید د افغان ښځو په نښه کول ودروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/08

د ا.ا له لوري د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په پرېکړه د غبرګونونو په دوام د افغانستان د بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په ګډون د یاد سازمان کارپوهان وايي، ا.ا باید د افغان ښځو په نښه کول ودروي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه بیان کې ویلي، ا.ا دې ژر تر  ژره خپله دغه پرېکړه  بېرته واخلي، ځکه د دوی په وینا د ښځو او نجونو په نښه کولو، حذفولو او منزوي کولو دوام د ټولو افغانانو ژوند او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

دوی خبرداری ورکوي،چې د ا.ا دغه بندیز به پر افغانانو او بشري چارو ناوړه اغېزې ولري او دغه راز ميلیونونه هغو افغانانو ته به د بشري مرستو رسول زیانمن کړي،چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی وايي، وروستی بندیز د ښځو پر وړاندې غیر قانوني تبعیض او پر ښځو مستقیم برید دی،چې په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو له اساسي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې دی.

د نورو پراخو غبرګونونو ترڅنګ د اسلامي همکاریو سازمان هم  په یوه اعلامیه کې د دغې پرېکړې په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې محدودیتونه پایلې نه یوازې افغان ښځې زیانمنوي؛ بلکې د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو بهیر هم ټکنی کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist