Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بایډن او ټرمپ ترمنځ له افغانستانه د تخلیې پر سر ناندرۍ پیل شوي

د بایډن او ټرمپ ترمنځ له افغانستانه د تخلیې پر سر ناندرۍ پیل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/08

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ناڅاپي وتلو په اړه هلته په کوردننه د کانګرس غړو له ولسمشر بایډن د دې وتلو وضاحت غوښتي وه، چې په اړه یې ارزونې پیل او اوس بشپړې شوي دي.

دا ارزونې چې د ګڼو ادارو لخوا شوي، په یو دولس مخیز وضاحت کې یې ټوله پړه پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اچول شوې،چې ګني د ناسمو پریکړو له امله یې د اوسني ولسمشر جو بایډن لاسونه تړل شوي وو او له وتلو پرته بل لار ورپاتې نه وه.

له سپینې ماڼۍ په دې خپره شوې پایله کې ویل شوي دي،چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټولې پریکړې په خپل سري کولې.

د راپور یوه برخه:«له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په اړه د ولسمشر بایډن پریکړې د ولسمشر ټرمپ د پریکړو له امله محدودې وې. ۲۰۱۷ کال کې واک ته د ټرمپ له رسېدو وروسته هغه ۳ زره اضافي عسکر افغانستان ته واستول او بن بست یې لا پسې سخت کړ. وروسته یې له خپلو متحدینو سره پرته له دې چې په خبرو کې د افغانستان حکومت ښکېل کړي له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل. ولسمشر ټرمپ پر افغان حکومت فشار راوړ، چې د طالبانو پنځه زره غړي له بند خوشې کړي، خو د خپل یو امریکایي بندي په اړه یې هیڅ پریکړه ونه کړه.»

د سپینې ماڼې په راپور کې ویل شوي،چې ټرمپ له تخلیې ډېر مخکې امریکا ته په شرایطو د برابرو افغانانو د تګ پروسه بنده کړې وه،چې دې پریکړې هم د بایډڼ ادارې ته لویې ستونزې جوړې کړې وې.

په راپور کې ویل شوي،چې بایډن که څه هم افغانستان ته د نورو عسکرو پر استولو هم مشورې وکړې،خو دا چې اسلامي امارت هغه وخت پر نیم افغانستان ولکه اخیستې وه او امریکا یوازې دوه نیم زره عسکر درلودل،د نورو عسکرو پر استولو سلا نشول.

د راپور یوه برخه:« کله چې بایډڼ واک ته ورسېد پخوانۍ ادارې د وتلو لپاره هیڅ پلان نه درلود، د امریکایي ځواکونو وتلو ضرب العجل ته هم درې میاشتې پاتې وې. طالبانو هم هغه مهال پر نږدې نیمایي افغانستان ولکه درلوده او د امریکایي سرتېرو شمېر یوازې دوه نیم زره وه. پریکړه دا شوه،چې د افغانستان جګړې ته باید د پای ټکی کېښودل شي.»

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ دا ادعاوې رد کړي او پر ولسمشر بایډن یې تور پورې کړی،چې افغانستان کې تسلیم شوي دي.

هغه د ټروت په نوم په خپله ټولنیزه رسنۍ کې ویلي، د سپینې ماڼۍ ناپوهان له افغانستنانه د تخلیې پړه پر ده اچوي،خو په حقیقت کې د ناورین پړه همدوی دي.

هغه زیاته کړې:« ما په خپله د نورو په څېر دا ناورین ولید،چې څنګه رامنځته شو. ما دوی ولیدل،چې څنګه یې د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي توکي افغانستان کې پرېښودل. زموږ عسکر یې پرې ووژل او امریکایان یې همالته یوازې پرېښودل. د دې ټولو مسوول یوازې بایډن دی.»

د سپینې ماڼۍ د دې راپور پر وړاندې په کور د ننه هم نیوکې دي،چې ولې یې په دومره ځنډ دا پایلې خپرې کړې او دا چې د پایلو اصلې موندنې ولې له خلکو سره نه دي شریکې شوي.

د امریکا ملي امنیت شورا وایي، په دې اړه روڼتیا ته ژمن دي او راتلونکې کې به نور اسناد هم رسنیز کړي.

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي وايي:«دا د هغو ادارو داوطلبو څیړنو پایله ده،چې له افغانستانه یې د تخلیې په ماموریت کې ونډه درلوده. د دې څیړنو دا اسناد محرم دی او موږ دا احساس وکړ،چې له ټولو څیړنو وروسته حکومتي ادارو هغه وڅارلې او بیا مو د هغوی څیړنو پایله اړونده کمیټو او رهبرۍ ته وړاندې کړه. دا یوه مسوولانه پریکړه وه او اوسنی دولس مخیزه پایله د ډېرو څیړنو او کار پایله ده. موږ نه غواړو،چې له خلکو څه پټ وساتو او له دې سربېره به راتلونکې کې نور اسناد هم له رسنیو او خلکو سره شریک کړو.))

سپینې ماڼۍ ویلي، په سر کې افغانستان ته د امریکايي سرتیرو موخه ملت جوړونه وه،خو د کلونو په تېرېدو سره مالومه شوه،چې دوی د یو نامالومې موخې لپاره هلته پاتې دي.

امریکا که څه هم د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن له منځه وړل د افغانستان ماموریت لاسته راوړنه یادوي، خو د دوه ټریلیونه ډالرو په لګولو او د ۳۰۰ زره افغان امنیتي ځواکونو تشکیل سره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت تشکیل لویه ناکامي یادیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist