د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان د انګلستان له فورنیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړي دي.
خان په دې مرکې کې د اسلامي امارت له چاوراکو سره د نړۍ د اړیکو څرنګوالی ننګولی او ویلي یې دي،چې نړۍ له یوې خوا پر اسلامي امارت بندیزونه زیاتوي او له بلې خوا ترې خپلې غوښتنې مطرح کوي.
خان زیاته کړې:« زه افغانان ډېر ښه پېژنم، لږ تر لږه یې له لویدځوالو ښه پېژنم. د دوی دا نه خوښیږي، چې څوک دې ورته ووایي دا وکړه او دا مه کوه. اجازه راکړئ،چې دا ووایم،که لویدیځ پر طالبانو اغیز راوستل غواړي؛ نو له هغوی سره دې اړېکې پراخې کړي. دوی سره دې تعامل وکړي. که تاسې غواړئ دوی څنډې ته کړئ، نو تاسې به بیا څرنګه پر دوی اغیز ولرئ.»
دغه راز عمران خان دغه وايي، که نړۍ پر اسلامي امارت د خپلو غوښتنو منل غواړي،نو په سر کې دې له دوی هغه بندیزونه لرې کړي،چې له تیر یوه نیم کال راپدیخوا د نړۍ له خوا پرې وضع شوي دي.
هغه زیاتوي:« که غواړئ! له دوی سره یوې پایلې ته ورسېږئ، نو له دوی (طالبانو) سره لومړی تعامل وکړئ. له هغې وروسته بیا د بشر د حقونو په اړه ورسره خبرو ته کښېنئ. دا مهال طالبان ګوښې ته کړل شوي، پانګه یې ګنګل شوې،نو دوی ولې د چا خبرې واوري؟»
له دې وړاندې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي په نشر شوې مقاله کې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د تعامل او رغنده سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه شوې او د دغه ډول اړیکو د جوړېدو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د مقالې یوه برخه:« پوهېږو چې اوس مهال نړۍ کې نړیوالو اړیکو د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په نتیجه کې ښه پرمختګونه کړي دي. پر دوه اړخیز درناوي او مشترکو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لوریو د ګټو د خوندیتوب معقوله لار ده.د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدوي.»
عمران خان که څه هم د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو د خبریال پوښتنې ته ځواب ور نه کړ، خو له دې وړاندې نوموړي پر نجونو د زده کړو بندیز د پښتنو کلتوري مساله بللې وه،چې وروسته یې دغه څرګندونو ته پښتنو تند غبرګون وښود او دغه بې اساسه څرګندونې یې پښتون قوم ته سپکاوی وباله.
د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، عمران خان اوس بیا په خپلو مغرضانه څرګندونو غواړي،چې نړۍ ته یو ځل بیا دا وښيي،چې اسلامي امارت د نجونو د زده کړو له مسلې پر نړیوالې ټولنې د فشار د راوستلو او خپلو سیاسي موخو ته د رسېدا په توګه استفاده کوي.
عمران خان داسې مهال د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل تینګار کوي،چې دا مهال یې د پاکستان له حکومت سره اړیکې خړې پړې دي،چې له کبله یې کور د پاکستاني پوځیانو له لوري کلابند و او د پاکستان د سترې محکمې له لوري یې د نیول امر شوی دی.
په عمران د حکومت له خوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ملاتړ سربېره دا تور دی،چې خلک د حکومت پر وړاندې پاڅونونو ته هڅوي.