• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د ا.ا په رسمیت نه پېژندلو افغانستان له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ کړی

کارپوهان: د ا.ا په رسمیت نه پېژندلو افغانستان له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ کړی

admin by admin
2023/03/23

اوس نړۍ افغانستان په رسمیت نه پېژني او نه هم کوم ګاونډيو هېوادونو دافغانستان پر رسمیت پېژندلو جرات کړی دی.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، داچې تر اوسه پورې هېڅ هېواد له افغانستان سره رسمي سیاسي تعامل ته زړه نه دی ښه کړی او په خبره یې دغې مسلې افغانان له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ کړي دي.

دوی وايي، که وضیعت په  همدې توګه دوام وکړي،نو نړۍ به د افغانستان اوسني حکومت ته نورې پلمې هم جوړې کړي او د بشري بحران لمن به نوره هم پراخه شي،چې بیا به یې مهار ستونزمن کار وي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د طالبانو حکومت باید له نړیوالو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې ورغوي او په شوې هوکړه باید عمل وشي. له دې پرته نړیوال افغانستان ته ستونزې جوړوي او پلمې لټوي،که چیرې افغانستان په همداشان حالت کې پاتې شي،خلک به له سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.»

خو ځینې بیا په دې باور دي،چې د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت اوسنۍ اړیکې به په رسمي هغو بدلې شي او نړۍ به هم افغانستان په رسمیت وپيژني.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« نړۍ به ورو ورو اسلامي امارت په رسمیت وپيژني،خو افغانستان به په لنډمهالي ډول له یو لړ ستونزو سره مخامخ کیږي،خو له دغې سیاسي او اقتصادي انزوا به وځي.»

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي، افغان لوري ته په کار دي،چې د نړۍ ټولې هغه پلمې،چې د رسمیت پیژندنې په برخه کې یې جوړې کړي دي، باید ورختمې کړي.

مسعود وايي، افغان حکومت باید له نړیوالو سره خپلې اړیکې د ملي ګټو پربنسټ داسې عیارې کړي،چې رسمي تعامل ته سره ورسیږي او افغانستان د نړیوالې ټولنې پر رسمي غړي بدل شي.

هغه زیاته کړه:«اسلامي امارت باید له نړیوالې ټولنې سره باید خپلې اړیکې د ملي ګټو پر اساس داسې تنظیم کړي،چې نړۍ افغانستان په رسمیت وپيژني او د نجونو د زده کړو په برخه کې د نړۍ پلمې دې ورختمې کړي،چې افغانستان د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.»

د جمهوریت له سقوط وروسته ګاونډیو،دسیمې هېوادونو او نړۍ له افغانستان سره خپلې رسمي اړیکې پرې کړې،خو تازه په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ
افغانستان

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې
افغانستان

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي
افغانستان

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

مې 16, 2025

وروستي خبرونه

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist