Skip to content
د بلخ ولایت پر والي داوود مزمل له برید لا دوه ورځې نه وې تیرې شوې،چې د مزارشریف ښار په زړه کې د خبریالانو په یوه ستاینغونډه زوروره چاودنه وشوه.
دغه چاودنه کې چې د خبریالانو په ګډون په کې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښت، د کورنیو غبرګونونو ترڅنګ یې نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یونام) دغه چاودنه غندلې او د خبریالانو د ساتنې غوښتنه یې کړې.
یوناما زیاته کړې:« په مزارشریف ښار کې پر خبریالانو له کرکې ډک برید،چې یوه د نه منلو وړ پیښه ده په کلکه غندو. تاوتریخوالی نور باید ودریږي. افغان خبريالان هر ډګر کې خپله زړورتيا ښيي او بايد ساتنه يې وشي. موږ د پيښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هېله کوو.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ هم په دغه پيښه خواشیني ښودلې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.
ویسټ زیاته کړې:«د تبیان په فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو د ترهګریز برید له امله په ژوره توګه خواشیني شو. موږ دا پرله پسې، بې احساسه او له تاوتریخوالي ډک بریدونه په کلکو ټکو غندو. موږ د افغانانو په استقامت او د هغوی پر وړتیا باور لرو.»
په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او دا ډول چاودنې یې بیا پر ازادۍ برید بللی،چې د مخنیوي غوښتنه یې هم کړې.
هغه زیاته کړې:«موږ وضعیت له نږدې څارو. د مزارشریف ښارکې په تبیان کلتوري مرکز کې د خبریالانو په غونډه کې چاودنه شوې. افغانستان کې پر خبریالانو دا برید د بیان ازادۍ ته یو بل ګوزار دی، چې د خوندیتوب زیاتول یې اړین او مهم دی.»
بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه دا پيښه غندلې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاتويي:« په مزارشریف ښار کې د افغان غږ آژانس د خبریالانو په دفتر او د تبیان په فرهنګي او ټولنیز مرکز بزدلانه ترهګریز برید په کلکه غندو او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کوو. د دا ډول بریدونو عاملین د افغانانو د ثبات او امنیت دښمنان دي.»
وروستی یوه اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې په مکرر ډول دا ډول چاودنې او بریدونه شوي، خو د کورنیو چارو وزارت یې د عاملینو نیولو او راتلونکي کې یې د مخنیوي خبره کوي.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته دا لومړۍ ستر برید دی،چې خبریالان پکې په نښه کیږي.