Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پيښه کې نږدې۱۰۰ تنه افغان کډوال مړه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/12

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت دوه اونۍ وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،  د هغو افغان کډوالو په تړاو يې پلټنه پیل کړي،چې د فبرورۍ په ۲۶ نیټه د کښتۍ د ډوبیدو پيښه کې مړه شوي او تر اوسه یې جسدونه نه دي پيدا شوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« په خواشینۍ سره چې د ایټالیا کروتوني ښار په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ په ډوبیدو کې زموږ یو شمېر هېوادوالو خپل ژوند بایللی دی، یو شمېر نور ټپیان شوي او روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ځینې لا هم نادرکه دي. موږ په ایټالیا کې د افغانانو او ورته نورو ټولنو سره، د هېوادوالو د روغتیا، د نادرکه شویو د پیدا کولو او هېواد ته د مړیو د انتقالولو او دغه راز د اسنادونو د برابرولو په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.» 

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د فبرورۍ میاشتۍ په ۲۶ نیټه   ۹۱ افغان کډوال د کښتۍ د ډوبیدو پېښه کې مړه شوي،چې له دې ډلې يې د ۴۸ مړيو پیژندنه شوې او د ۴۶ نورو اړوند اسناد صادر شوي دي.   

د خبرپاڼې یوه برخه:« دغه سفارت په مرحله یي ډول سره خپل معلومات تازه کوي او له ایټالیوي ټولنو سره یې شریک کوي. همدا رنګه په دې موده کې د سفارت مقام د ایټالیا له اړوند چارواکو سره، کابل ته د جسدونو د لېږدولو په اړه لیدنې کړې دي او پایله لري.»

د کابل ښار اوسېدونکي بیا وايي، دوی له ناچارۍ کډوالۍ ته مخه کوي او له دولته غواړي،چې په هېواد کې ورته کاري فرصتونه برابر کړي، ترڅو  اړ نه شي،چې په غیر قانوني لارو مهاجرت وکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې له دې وړاندې په بلغاریا کې هم په یوه کانټينر کې  د ۱۸ افغان کډوالو جسدونه موندل شوي وو، چې په غیر قانوني توګه اروپا ته پر لاره وو. 

اوس په ایټالیا کې د افغانستان سفارت په دې هڅه کې دی،چې هغه افغان کډوال چې لا درکه دي پیدا او جسدونه یې افغانستان ته انتقال کړي، خو دا یې نه دي ویلي، چې دغه مړي څه وخت هېواد ته رالیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist