Skip to content
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې وړمه ورځ د افغانستان په تړاو ناسته جوړه شوې وه،چې د چین او روسیې په ګډون ایران،پاکستان، تاجکستان ، ترکمنستان او د ازبکستان هېوادونو ځانګړو استازو په کې ګډون کړی وه.
د ناستې ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې د تل پاتې سولې پر ټېنګښت او همداراز د بشري مرستو پر رسولو ټېنګار کړی دی.
په ورته مهال په نوي دهلي کې د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته هم شوې ده او د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري حالاتو په کې خبرې شوي او ټینګار یې کړی دی،چې د افغانستان ملي حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.
دا ناسته وړمه ورځ په نوي ډهلي کې جوړه شوې وه، چې د کوربه هند ترڅنګ د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړو استازو په کې ګډون درلود.
د ناستې ګډونوالو د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې هم ټېنګار وکړ او د یوه سوله ییز، خوندي او با ثباته افغانستان غوښتنه یې کړې.
د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه داسې ریښتیني سیاسي جوړښت د جوړولو غوښتنه وکړه،چې په کې د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، لږکیو او نورو حقونه خوندي وي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه ډول ناستې د افغانستان لپاره له ارزښت ډکې دي او دا کولی شي،چې د اسلامي امارت له رسمیت پیژندنې سره مرسته وکړي.
دوی وايي، اسلامي امارت هم په دې لټه کې دی،چې له دغو هېوادونو سره چې د تاشکند ناسته کې یې ګډون کړی وو، سیاسي اړیکې ټېنګې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وايي:« په دې باوري یم،چې په اوسنیو شرایطو کې دغه ډول ناستې یو څه اهمیت لري،حد اقل د اوسني نظام په هکله ځينې بحثونه ترسره کیږي او دا کیدای شي،چې د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره ګټور وي او طالبان هم هڅه کوي،چې له دغو هېوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې ورغوي.»
ځينې نور بیا په دې باور دي،چې د تاشکند ناسته د افغانستان سولې ، اقتصاد او له یادو هېوادونو سره د دوه اړخېزو سیاسي او اقتصادي اړیکو ټېنګښت په برخه کې خورا اغیزمن ده او باید سیمه د افغانستان په تړاو دغه ډول ناستو ته دوام ورکړي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:«دغه کنفرانس د افغانستان سولې ، پراختیا ، تعلیم او تربیې او یادو هېوادونو سره د اړیکو د ټېنګښت لپاره مهم او اغیزمن دی.»
ځينې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات ټېنګښت لپاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو همکاري مهمه ګڼي،خو په خبره یې د دغو هېوادونو په صداقت لاهم شکمن دي.
د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:«په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د سیمې اونړۍ هېوادونو همکاري مهمه ده،خو باید دغه همکاري صادقانه وي. هرکله چې په افغانستان کې د دایمي سولې بحث مطرح شوی،هر ګاونډي په کې د خپلو ګټو پر بنا یوه موضوع پیدا کړې، بنآ د افغانستان په ثبات کې د ګاونډیانو رول مهم دی او افغانستان د نړۍ د جز په توګه باندې حق لري،چې په سوله اوثبات کې ژوند وکړي.»
بل پلو د سیاسي چارو کارپوه فهیم جنت بیا په دې باور دی،چې د دغه ډول ناستو جوړېدل او یاهم دوام یې د سیمې او افغانستان په ګټه دی.
د جنت په خبره، که سیمه او نړۍ د افغانستان د دایمي ثبات او سولې لپاره ریښتیني ګامونه واخلي،نو دوی به هم ارام ژوند ولري.
هغه زیاته کړې:«هرڅومره،چې دغه ډول ناستې زیاتې شي، د افغانستان او سیمې په ګټه دي، په دې شرط چې د سیمې هېوادونه له افغانستان سره صادق وي. زه باوري یم،چې د افغانستان خلکو ته او سیمې ته یې ګټه رسیږي. هېوادونه کولی شي،چې په ارامه توګه خپل ژوند وکړي.»
د تاشکند او هند ناستې چې اجنډا یې افغانستان وه، د اسلامي امارت استازي نه وو وربلل شوي،خو کتونکي په ټوله کې دغه ډول ناستې د افغانانو لپاره ګټورې یادوي او له هېوادونو غواړي،چې د خپلو او افغانستان ګټو لپاره دې دغه ډول ناستو ته دوام ورکړي.