Skip to content
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشر حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ د بشر حقونو ۵۲ناستې په ۱۴مه جلسه کې افغانستان کې بشري وضعیت ګواښوونکی بللی او د سرپرست حکومت په وروستیو پرېکړو یې سختې نیوکې کړي.
بېنېټ زیاته کړې:« افغانستان کې نوی ښوونیز کال راتلونکو دوه اوونیو کې پیل کیږي، د هلکانو ترڅنګ باید نجونې هم خپلې زده کړې بیا پیل کړي او د نارینه و، ترڅنګ ښځې باید پوهنتونونو ته لاړې شي. د زده کړو کیفیت هم ډېر اړین دی. ماشومان د افغانستان راتلونکی دی. یواځې د ښوونیزو مرکزونو پرانېسته مهمه نه ده،بلکې د زده کړو کیفیت هم باید تضمین شي.»
بشرحقونو ناستې په لړ کې د ځینو هېوادونو استازو هم د ښځو کار ترڅنګ نجونو زده کړو باندې وروستي محدودیتونه غندلي او له سرپرست حکومت یې د دې پرېکړو بېرته اخېستلو غوښتنه کړې.
ورته مهال د افغانستان دوه ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران بیا افغانستان کې بشري او د خلکو اقتصادي وضیعت د اندېښنې وړ بللی.
ایران د روان وضعیت پړه امریکا او ملاتړي یې بللي.
پاکستاني استازي بیا ۹۷سلنه افغانان له فقر سره مخ بللي او غوښتنه یې کړې، چې روان وضعیت مهار لپاره باید نړیواله ټولنه ګوټلي ګامونه واخلي.
ملګرو ملتونو کې د ایران استازی:« موږ افغانستان کې د خلکو د بشري وضعیت په تړاو ژوره اندېښنه لرو. دغه وضعیت د امریکا او متحدینو د شل کلن پوځي حضور له امله منځته راغلی دی. د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ پر ځای نړیواله ټولنه د امریکا له لوري د افغانستان د خلکو د منابعو د چور شاهده وه.»
ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی:« موږ هم لومړنیو زده کړو ته د افغان نجونو او ښځو د لاس رسي په تړاو خپله اندېښنه شریکه کوو. موږ پر افغان چارواکو غږ کوو،ترڅو د افغانستان د نړیوالو بشري اړتیاوو په چوکاټ کې زده کړو ته د ټولو لپاره مساوي حقونو ته د لاسرسي زمینه برابره او تضمین کړي. بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی،د اوس لپاره نږدې ۹۷ سلنه افغانان له فقر کړیږي او شااوخوا ۲۲ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.»
ومو غوښتل د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د ځینو هېوادونو استازو د څرګندونو او اندېښنو په تړاو د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو په دې هکله یې نظر شریک نه کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ښځو وضعیت کمېسیون ته په وینا کې ویلي، له افغان ښځو اساسي حقونه اخېستل شوي، نجونې او ښځې بنسټیز بشري حقوق لري او موږ به یې د خوندیتوب لپاره هېڅکله له مبارزې لاس وانخلو.