Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د جنګي جرایمو مخنیوي برخه کې مو محاکم جدي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/03/07

د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې،چې په افغانستان کې د جنګي جرایمو د څیړنې لپاره دې محکمه جوړه شي او جنګي جنایتکاران دې په کې محاکمه شي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، له هغې وروسته چې ناټو، امریکا او د جنګي جرایمو عوامل له افغانستانه وتلي، د داسې جرایمو مخه نیول شوې. 

مجاهد وايي،د جنګي جرایمو مخنیوي په برخه کې یې محاکم جدي دي او په خبره یې هېچاته د جرایمو ترسره کولو اجازه نه ورکوي.

د مجاهد په خبره، د  هغو مجرمینو چې تیر ۴۰  کاله یې په افغانستان کې جنګي جرایم ترسره کړي،ټول غربي هېوادونو ته ورغلي او که ریښتیا هم دوی د بشر حقونو پالونکي وي، نو باید هماغلته یې محاکمه کړي. 

هغه زیاته کړې:« له هغې وروسته چې اشغال پایته ورسیده، په افغانستان کې د جنګي جرایمو مخه نیول شوې ده او د جنګي جرایمو عاملین له افغانستان وتښتېدل او بیا جرایم نه دي ترسره شوي. د اسلامي امارت ټول محاکم په دې بوخت دي،چې څوک پرې نږدي چې جرایم ترسره کړي. دغو مغرضو نهادونو چې د جنګي جرایمو د څیړنې محکمې د جوړېدو خبره کړې ده،هغوی له دغسې مسایلو نه سیاسي استفاده کول غواړي،که ریښتیا هم دوی جنګي جرایم څیړي نو هغه مجرمین چې ۴۰ کاله یې د افغانستان ولس ځورولی دی او جنایت ترسره کړي دي، ټول دوی ته ورغلي دي ورسره ناست دي  او پناه ورکړل شوې ده او ملاتړ یې کیږي، نو هلته دې  دغه مجرمین ونیسي.» 

د سیاسي چارو  یو شمېر کارپوهان بیا وايي، هغه چې مجرمین دي  او په تیرو ۲۰ کلونو او یاهم له دې وړاندې یې جنګي جرایم ترسره کړي دي،د دې پرځای چې محاکمه شي،برعکس د همدې بنسټونو او هېوادونو تر حمایت لاندې دي او پناه یې ورکړې.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:«  په افغانستان کې دا ۴۴ کاله کیږي،چې د ځینو کړیو له خوا نه جنګي جنایات ترسره کیږي،خو هغه ادارې چې د جنګي جنایاتو د څیړنې خبرې کوي، ټول غلي دي،په داسې حال کې چې زمینه هم ورته برابر ده، همدا اوس ټول هغه جنګي مجرمین،چې افغانستان کې یې جنګي جنایات ترسره کړي دي، د دوی په هېوادونو کې دي. دوی ویزې ورکړي دي،دوی اقامت ورکړی دی ،خو څه ورته نه وايي برعکس د دوی تر ملاتړ لاندې دي.» 

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا وايي، هغه مهال به د بشر حقونو مدافع نړیوالو ادارو پر شعارونو باور وکړي،چې بهر هېوادونو ته ورغلي په جنګي جنایت تورن افغانان او جنګسالاران محاکمو ته معرفي کړي او د څلور لسیزو جګړو قربانیانو لپاره عدالت تامین کړي.

ځاځي زیاته کړه:« زما له نظره دا دروغ دي، که واقعآ د دیموکراسۍ ، د بشرحقونو او د عدالت مدافعین وي،نو باید ډېر مخکې یې باید جنګي جنایتکاران محکمې ته معرفي کړي وای، خو جنګي جنایتکاران  د دوی په غیږ کې شاهانه ژوند لري. موږ ته هغه وخت د دوی دغه خبرې د منلو دي،چې لومړی دویهغه جنګسالاران، چې دا ولس او هېواد یې له خاورو سره برابر کړی دی، نړیوالې جنګي محکمې ته معرفي کړي.» 

په ټوله کې هغه کسان په جنګي جنایتونو تورن دي،چې د جګړې اصول یې مات کړي، بې ګناه کسان یې وژلي،خو تراوسه نه دي محاکمه شوي. 

په تیرو شلو کلونو کې د ناټو ائتلاف ځواکونو هم په سلګونه جنګي جنایتونه ترسره کړي، جګړه کې یې عام افغانان وژلي،چې د ځينو هېوادونو پوځي مشرانو شوي جنایتونه او په دې تړاو شته ادعاوې هم څېړلې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist