په دغه راپور کې د ۲۰۲۲ زېږدیزکال جولای میاشتې تر ډیسمبر میاشتې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت ترڅنګ په امنیت او اقتصادي حالت او دغه راز نور هر اړخیزه مسایل راسپړل شوي دي.
بینیټ دغه راپور کې ویلي، د بشري حقونو بحران د ښه کېدو پر ځای خراب شوی او د بیان او رسنیو د ازادۍ په ګډون ډېری موارد نقض شوي دي.
د راپور یوه برخه:« افغانستان کې د تیر پرتله د بشر حقونو روان بحران بدتر شوی دی. د ښځو او نجونو د بشري حقونو څخه سیستماتیکه سرغړونه نوره هم زیاته شوې ده او بنسټیزې ازادۍ لکه د ټولنو، بیان او رسنیو حقونه، عادلانه محاکمې، د ژوند او خوندیتوب حقونه په زیاته کچه نقض شوي دي. افغانستان له جدي اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی،چې تقریباً ټول نفوس یې اغېزمن کړی دی.»
راپور کې ویل شوي، شااوخوا ۵۴۰ ورځې کیږي،چې له شپږم ټولګي پورته او نږدې درې میاشتې کیږي، چې د نجونو پر مخ ټول تحصیلي او تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي،په داسې حال کې چې د نوي ښوونیز کال د بیا پیل لپاره د ګوټو په شمیر ورځې پاتې دي،خو لا هم دا پریکړې نه دې اخېستل شوي.
بینیټ د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په تړاو پرېکړې د ښځو له حقونو سرغړونه بللې او ویلي یې دي،چې حاکم چارواکي د دې پر ځای چې د ښځو ژوند ښه والي او حقونو تامین لپاره ګامونه واخلي برعکس بندیزونه یې لګولي دي.
د راپور یوه برخه:« لېسو ته د نجونو نه پرېښودل او په داخلي او بهرنیو نړیوالو غیردولتي مؤسسو کې له کار کولو څخه د ښځو او نجونو د منع کولو تازه حکمونه د ښځو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه نوره هم زیاتوي،چې لا له وخته په نړۍ کې بېسارې ګنل کېږي. حاکمو چارواکو د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون په پراخ ډول نقضولو ته ادامه ورکړې ده. د ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ګامونو اوچتولو پر ځای، چارواکو دا چاره عادي کړې ګڼلې ده.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي خپل راپور کې ویلي، سره له چې د اسلاميامارت د واکمنۍ له لومړۍ ورځې نړیوال په ټول ګډونه حکومت ټینګار لري،خو د اسلامي امارت مشرانو دا موضوع له پامه غوځولې ده.
بینیټ د تلپاتې سولې او پرمختګ یوازینۍ لار ټولشموله حکومت یاد کړی دی.
د راپور یوه برخه:« ټولشمولیت له پامه غورځول شوی دی. د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره یوه ټولشموله اداره اړینه ده،چې د ټولو سیاسي، مذهبي او نژادي ډلو استازولي وکړي. لا هم تر ډېره، په ا فغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت کابینه هم د اسلامي امارت غړو څخه جوړه ده او د طالبانو د زعیم له خوا په ولایتي کچه د چارواکو بدلول هم معمول شوی دی.»
اسلاميامارت یاد راپور مطلق نه ردوي خو وايي،د سرپرست حکومت کابینه کې د ټولو قومونو او قشرونو استازو ته ځای ورکړل شوی، د فساد ضد جدي مبارزه شوې او د نجونو د زده کړو او کار کولو په تړاو هڅې کوي،چې ستونزې حل کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په غه ۱۷ پاڼې راپور کې د ستونزو او نیمګړتیاوو،سربېره د اسلاميامارت ځینې پرمختګونو ته هم اشاره کړې او ستایلي یې دي،خو دا یې هم ویلي،د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته شااوخوا ۷۰۰ زره کسان بې دندو شوي،چې له امله یې د کرنې،ملکي خدمتونو او رغونې سکتورونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.