Skip to content
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري وايي، د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې ۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
بدري زیاته کړې،چې امنیتي ځواکونو یې په پسابند ولسوالۍ کې ۲ تنه له ۲۲۰ کیلو ګرامه چرسو سره نیولي،چې غوښتل یې هلمند او کندهار ولایتونو ته یې قاچاق کړي.
د بدري په خبره، نیول شوي کسان اوس مهال ترڅېړنو لاندې دي، چې وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.