Skip to content
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره د ښځو او نجونو ژوند ډېر ستونزمن شوی دی.
د یادې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانوپرون شپه په بروکسل کې د بهرنیو اړیکو شورا له ناستې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ښځې په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښونځیو، پوهنتونونو او کارځایونو څخه لرې او مجبوریږي،چې په کور کې کیني.
خو اسلامي امارت بیا ویلي، د ټولو وګړو حقونو ته ژمن دي او ښځو ته یې د اسلامي اصولو له مخې حقونه ورکړي دي.