د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو.ایچ.او) وايي،د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی، خو په خبره یې تراوسه پورې یې سقوط نه دی کړی.
د افغانستان لپاره د یاد سازمان څانګې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مرسته کوونکو هېوادونو او ملګرو ملتونو د ملاتړ پر مټ له ستونزو سره سره د دې هېواد روغتیایي سیستم دوام کړی دی.
دعامې روغتیا په یوه راپور کې ویل شوي ول،چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې ډېر روغتیایي مرکزونه د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ وو، چې د یونېسف او د روغتیا د نړیوال سازمان د مرستو پر مټ یې فعالیت تر اوسه پورې دوام کړی دی.
د دې مجلې په وینا د ۹۶ روغتونونو په ګډون څه باندې ۲۳۰۰ روغتیایي مرکزونه توانېدلي، چې خپلو روغتیایي خدمتونو ته دوام ورکړي.