Skip to content
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي، د اسلامي امارت له لوري له کانکور ازموینې څخه د نجونو منعه کول په ناسم لوري یو بل ګام دی.
د یوناما په خبره، دا پرېکړه د هغو ژمنو خلاف ده چې ګنې د نجونو پوهنتونونه به په راتلونکې مارچ میاشت کې بېرته پرانیستل شي.
یوناما یوځل بیا پر اسلامي امارت غږ کړی، چې ژر تر ژره دا پرېکړه بېرته واخلي.
د شنبې په ورځ لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د کانکور ازموینې لپاره د نجونو پر نوملیکنې بندیز ولګاوه چې غبرګونونه یې راپارولي دي.