Skip to content
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پېښور په یوه جومات کې د تېرې ورځې برید چې له امله یې ګڼو کسانو ژوند بایللی او یو شمېر نور پکې ټپیان شوي، خواخوږي څرګنده کړې او په عبادت ځایونو کې پر عبادت کوونکو برید غندي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، اسلامي امارت دغه ډول بریدونه د اسلام له مبارک دین سره په تضاد کې بولي.
په خبرپاڼه کې په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي او ټپیانو ته د عاجلي روغتیا غوښتنه شوې ده.
پرون د پېښور ښار په یوه جومات کې د چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني او نورو خواوو په کلکه غندلې ده.