Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلامي امارت د پاکستان دفاع وزیر څرګندونې رد کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/31

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف پرون په پېښور کې له یوه برید وروسته د پاکستان جیو نیوز تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې ده،چې د افغانستان خاوره یې پر ضد کارول شوې.

خواجه آصف په خپلو څرګندونو کې ټي ټي پي ته په اشارې ویلي،چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

دغه راز  آصف ویلي، په دې اړه به کابل سره خبرې وکړي،چې یاده وسله واله ډله کنټرول کړي.

هغه زیاته کړې:« موږ۱۰ کاله مخکې د ترهګرو پر ضد عملیات پیل کړل،چې پیل یې له صوات څخه وشو او پایله کې یې د کراچۍ په څېر لویو ښارونو کې امنیت ټنیګ شو. اوس چې له  افغانستانه د ناټو ځواکونه ووتل او طالبان حاکم شول،پایله کې یې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو فعالیت پیل شو او شمېر یې زیات شو.  موږ افغانستان کې سوله غواړو او د دوحې هوکړه کې هم ویل شوي،چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په شمول د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي،خو بیا هم دا خلک د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد په ځانګړې توګه دلته او بلوچستان کې کاروي. موږ به له کابل سره ژر اړیکه او خبرې وکړو،تر څو دا خلک چې دوی ته نیږدې دي، کنټرول یې کړي.»

ټي ټي پي له دې وړاندې د پاکستان د ورته څرګندونو په اړه ویلي ول،چې په پاکستان کې فعالیت کوي او اړ نه دي، چې په افغانستان یا کومه بله جغرافیه کې ځان ځای پر ځای کړي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا د پاکستان د دفاع وزیر یادې څرګندونې ردوي او ډاډ ورکوي،چې خاوره به یې د سیمې او نړۍ د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

یاد وزارت زیاته کړې:« موږ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستۍ ادعاوې په کلکه ردوو،چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول شوې. له دې وړاندې ټي ټي پي په ځلونو منلې  ده،چې د دوی فعالیت په پاکستان کې دی او اړ نه دي،چې افغانستان یا له بلې جغرافیې خپل فعالیتونه وکړي. د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي،چې خاوره به یې د چا پر ضد نه کارول کېږي.»

د پاکستان دفاع وزیر دغه ادعا په پيښور کې د پولیسو قوماندانۍ دننه جومات کې له برید څو دقیقې وروسته د جیونیوز په نوم پاکستانۍ رسنۍ سره مرکه کې کړي دي.

دغه برید چې پراخ غبرګونونه یې راپورته کړي، د پاکستان دملي جمهوري غورځنګ مشر او په پارلمان کې د پښتنو استازي محسن دوړ ویلي،چې په پښتونخوا کې له لسیزو راپدېخوا جګړه روانه ده او پښتانه په قصدي ډول وژل کیږي.

دوړ ویلي، د پاکستان مرکزي حکومت اوس هم د افغانستان پر وړاندې له خپلې ناوړه او ناکامه پالیسۍ څخه انکار کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist