Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړۍ به پر افغان حکومت فشارونه نور هم زیات کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/30

ټاکل شوې ده،چې ملګري ملتونه به نن دوشنبه د افغانستان په تړاو ناسته ولري او د افغان نجونواو ښځو پر حقونو لګېدلو بندیزونو په تړاو به په کې بحثونه وکړي او خپلې اندیښنې به شریکې کړي .

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ مشر مارټين ګریفیټس پر مشرۍ پلاوی،چې څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی،د ملګرو ملتونو دغې ناستې ته به د خپل سفر راپور هم وړاندې کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي،چې نړیوال به له نویو لارو چارو پر افغان حکومت خپل فشارونه زیات کړي اوموخه به یې هم د ښځوحقونو ساتلو ته د افغان چارواکو متوجه کول وي.

دوی وايي، اوس اسلامي امارت ته په کار دي،چې له نړۍ سره د رسمي اړیکو د ټينګښت لپاره پرهغو مسایلو  او شرایطو هوکړه وکړي،چې اسلامي او افغاني ارزښتونه اجازه ورکوي .

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« نړۍ به له نویو لارو پر اسلامي امارت باندې فشارونه زیات کړي،چې د اسلامي امارت مشران دې ته اړ کړي،چې د ښځو حقونو ساتلو کې ټول شموله حکومت په رامنځ ته کولو کې په لویه کې د سیاسي او ټولنیز ثبات د رامنځ ته کولو په برخه کې خپل مسوولیتونه ښه وپيژني او ادا یې کړي. اسلامي امارت ته په کار ده، چې له نړۍ سره د تعامل لپاره په هغو مسایلو او شرایطو  هوکړې ته ورسیږي،چې کلتور دود او دین اجازه ورکوي.»

ځينې بیا وايي،ملګري ملتونه دې د خپلو قوانیونو پر اساس هېوادونو ته حق ورکړي،چې د خپلو ارزښتونو اعتقادونو پر اساس نظامونه جوړ کړي او د فشار مسله نوره پایله نه ورکوي او نه هم د منلو ده .

دوی وايي، له نړۍ غوښتنه دا ده،چې د فشارونو پرځای دې له افغانستان سره د خبرو او تفاهم پر مسلې فکر وشي او نړۍ دې له همدې لارې له افغان حکومت سره مخته لاړه شي . 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« ملګري ملتونه دې خپلو قوانینو ته مراجعه وکړي، هېوادونو  ته دې حق ورکړي،چې د خپلو ارزښتونو، اعتقادونو په رڼا کې یو نظام ولري. د فشار موضوع په افغانستان کې نور د منلو نه ده او نه یې دغه ملت توان لري. غوره لار داده،چې ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت مشران له تور لیست وباسي او د خبرو او تفاهم لړۍ دې پیل کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي بیا  په دې اند دي،چې  نړۍ یوازې د ښځوحقونو لپاره چې په افغانستان کې پرې محدودیت وضع شوی دی نه شي کولی، ۴۰ میلیونه افغانان هېر کړي .

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل، د دوی د لوړو زده کړو ځنډول او په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې یې پر کار بندیز هغه مسایل ول،چې د نړۍ  او افغانستان ترمنځ یې شته واټن نور هم زیات کړ،خو تازه لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب له لارې خبرداری ورکړی دی،چې په راتلونکې کانکور آزموینه کې نجونې نوم لیکنه نه شي کولی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist