Skip to content
د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۲۴زره ټُنه انتقالات ترسره شوي دي.
د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په دغه موده کې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۲۴ زره ۵۱۰ مټریک ټُنه توکي لېږدول شوي دي.
د یادې ادارې د مسوولینو په خبره، په لېږدول شویو توکو کې کې ۱۳۳ زره او ۸۹ ټُنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې د توکو انتقالات زیات شوي دي.