Skip to content
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ مشر مارټین ګریفیټس په مشرۍ پلاوی به سبا «دوشنبه د سلواغې ۱۰مه» ملګرو ملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د یاد سازمان د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک وایي، په دې غونډه کې به د ماشومانو د ساتنې ادارې اجراییه رییس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم برخه واخلي.
د دوجاریک په خبره، سبانۍ غونډه کې به د پاملرنې موسسې مشره سوفیا پینیرو هم په انلاین بڼه ګډون وکړي او د افغانستان په تړاو به په بېلابېلو مسایلو خبرې وشي.
د مارټین ګریفیټس په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی د افغانستان بشري وضعیت په تړاو له اندېښنو او د ا.ا له لوري په نجونو د زده کړو او ښځو کار بندیز پرېکړو وروسته تېره اوونۍ کابل ته راغلی و او د ا.ا له چارواکو سره یې په یادو موضوعاتو خبرې کړې دي.