Skip to content
دا.ا لوړو زده کړو وزارت یوه مکتوب کې چې د روانې سلواغې میاشتې پر اتمه خپور شوی دی، په کې ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته امر شوی دی،چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په پسرلني کانکور آزموینه کې د ښځینه وو نوملیکنه او آزموینه تر ثاني امر پورې منع شوې ده.
په دغه مکتوب کې دغه راز ویل شوي،چې د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه د ښځینه وو د ماسترۍ او دکتورا آزموینه هم نه شي اخېستلی.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي او ویاند د یاد مکتبو پخلی کوي،خو په تړاو یې نور وضاحت نه کوي.
دغه راز په مکتوب کې ویل شوي،چې د ګرمو سیمو او ولایتونو ټول خصوصي پوهنتونونه او د لوړ زده کړو موسسې د کانکور آزموینې د روانې سلواغې میاشتې له اتمې تر ۲۱ مې او د سړو سیمو او ولایتونو د کانکور آزموینې به د کب میاشتې له شپږمې تر ۱۹ مې نېټې اخېستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده،چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې د ښځو د کار او نجونو زده کړو په تړاو خبرپاڼې خپرې کړې،چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.