Skip to content
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون شپه د افغانستان وضعت په اړه د بندو دروازو تر شاه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خبرې شوې دي.
ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد افغانستان ته د خپل سفر راپور وړاندې کړی او د اسلامي امارت له لورې یې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیز په پرېکړو خبرې کړې دي.
د بندو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا ناسته داسې مهال کېږي،چې د یاد سازمان د بشري مرستو د همغږۍ مرستیال مارټین ګریفیټس پر مشرۍ پلاوی په کابل کې دی او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د نجونو پر زده کړو او د ښځو کار بندیز په اړه خبرې کړې دي
ګریفیټس به د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د خپل سفر راپور جزئیات ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.