Skip to content
د فراه ولایت د مسوولینو په خبره، تېر کال یې د برښنا له درکه ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د دغه ولایت د برښنا امر دین محمد سجاد وایي، د فراه په مرکز کې د ۳۰۰۰ پېرودونکو څخه یې په تېر یوه کال کې ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د سجاد په وینا، دغه امریت د برښنا دوه د ډیزلو جنراټورونه لري، چې پر مټ یې د دغه ولایت د مرکز اړوند د څلورو ناحیو اوسېدونکو ته برښنا ورکوي.