Skip to content
د امریکا پراختیايي اداره (یو.اېس. اې. ای. ډي) وايي، د څلورو کلونو لپاره یې لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه له خپل اوږدمهاله شریک، د افغانستان له امریکایي پوهنتون سره د ۲۷ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د یادې ادارې دفتر مشر شان کالهان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، (یو.اېس. اې. ای. ډي) د افغان ښځینه او نارینه محصلینو ترڅنګ ولاړه ده، تر څو هغوی خپلو هیلو ته ورسېږي.
د کالهان په خبره، زده کړه یو حق دی او دوی یې ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې، دا مهال د افغانستان امریکایي پوهنتون یو شمېر محصلانو ته د قرغزستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو په امریکایي پوهنتونو کې د زده کړې امکانات برابر شوي دي.