که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت وضاحت نه دی ورکړی،چې د اسلامي امارت پر وړاندې به یې اقدام څه وي؟خو خبرداری یې ورکړی،چې د ا سلاميامارت د وروستیو پریکړو په تړاو خپلو متحدینو سره سلا مشورې کوي او اسلامي امارت به د خپلو وروسیتو پرېکړو بیه پرې کړي.
اسلاميامارت د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی،خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان سرپرست حکومت پر وړاندې د امریکا دریځ ورځ بلې ته په سختېدو دی او دغه هېواد د لا نورو فشارونو او بندیزونو لګولو هڅه کوي.
دوی وايي،امریکا غواړي،چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په داسې یوه تګلاره کار وکړي،چې له مخې یې بشري مرستې راکمې شي او همدا راز پر افغان لوري تازه بندیزونه ولګوي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د افغانستان په اړه د امریکا دریځ ورځ بلې ته سخت کيږي. امریکا هڅه کوي،چې نویو تګلارو سره د اسلامي امارت مشرانو ته لا ستونزې وزیږوي. اوس هڅه کوي،چې د بشري مرستو په راکمولو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په ګډه داسې یوه تګلاره کار وکړي،چې اسلامي امارت چارواکو ته په کوردننه او بهر ستونزې لا زیاتې کړي. د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ په نورو بندیزونو او تګلارو باندې غور کوي.»
ځینې بیا په دې اند دي،چې دا ځل به امریکا پر اسلامي امارت ډېر جدي اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګوي،خو زیان به یې عام افغان ولس ته ورسیږي.
دوی وايي، غوښتنه یې دا ده،چې د اسلامي امارت چارواکي دې په خپل دریځ کې نرمښت وښي او د نړۍ مشروع غوښتنې دې ومني،چې حکومت په رسمیت وپیژندل شي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« امریکا او متحدین به یې پر اسلامي امارت ډېر جدي اقتصادي او سیاسي بندیزونه وضع کړي. اسلامي امارت باید د نړیوالو مشروع غوښتنې ومني او له نړیوالو سره لکه د ړۍ نور هېوادونه،چې تعامل لري تعامل وکړي.»