Skip to content
د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو نړیواله ورځ ده،چې سږ کال دغه ورځ د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونېسکو) له لورې د افغان نجونو په نوم نمانځل شوې ده.
د زده کړو د نړیوالې ورځې په تړاو بېلابېلو اړخونو له سلامي امارت د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بېرته پرانېستلو غوښتنه کړې ده.
یونېسکو چې دغه ورځ یې د افغان نجونو لپاره ځانګړې کړې، په یو لړ ټویټونو کې د اسلامي امارت له لورې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز خواشیني ښودلې او ویلي يې دي،چې افغان نجونې له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.
یونېسکو زیاته کړې:«افغانستان کې له نجونو خپلې هیلې او امیدونه اخېستل شوې دي. د دوی د زده کړو اساسي حق تر پښو لاندی شوی دی،چې هېچا ته د منلو وړ نه دی. په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د افغانستان په ښوونځیو کې د نجونو شمیر نږدې صفر وه، چې وروسته له هغې ټولو برخو کې شمیر زیات شو،خو نن بیا د افغان نجونو د زده کړو حق له یوه نا مالوم برخلیک سره مخ دی.»
په ورته وخت کې د جنورۍ ۲۴مې په تړاو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتریش په یوه ټویټ کې پر طالب چارواکو غږ کړی دی،چې د نجونو پرمخ د ښونځیو دروازې خلاصې او خپله پرېکړه بېرته واخلي.
هغه زیاته کړې:« د دې وخت را رسیدلی دی،چې زده کړو ته د لاس رسي پر وړاندې د خنډونو ټول تبعیضي قوانین او کړنې پای ته ورسول شي. زه پر طالبانو غږ کوم،چې افغانستان کې د نجونو او ښځو منځنیو او لوړو زده کړو ته د لاس رسي قهرجن او ځان ماتونکي بندیز پریکړه بېرته واخلي.»
د افغانستان لپار د امریکا شارژددفیره کرن ډيکر وايي:« دا ستونزمنه ده،چې نن د زده کړې نړیواله ورځ ونمانځل شي،ځکه چې افغان نجونې او ښځې اوس له دې حقه بې برخې شوې دي. ښوونه او روزنه د افغانستان په راتلونکي کې پانګه اچونه ده او باید د هلکانو او نجونو لپاره شتون ولري.»
د سیاسي کارپوهان بیا د نجونو د زده کړو په تړاو د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له مسوولینو د راتلونکي ښوونیز کال لپاره پر یوې معقولې کړنلارې د کار کولو ټینګار لري او زیاتوي،چې د نوي ښوونیز کال سره هم مهاله د هېواد ښوونیز بهیر پیل او ستونزې هوارې کړل شي.
له دې سره یونېسکو ویلي ول،چې په تیرو څو کلونو کې زده کړو ته د افغان نجونو شمیر ډېر کم وه، چې دا شمیر بیا په تیرو دوه لسیزو کې د پام و ډېر شوی،خو د اسلامي امارت د دویم ځل واک ته رسیدو سره دغه کچه په ښکته کیدو ده او دا مهال میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې دي.