Skip to content
پوهنې وزارت د زده کړو نړیوالې ورځې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، زده کړې حاصلول د هر افغان لپاره اړینه ده او هڅه کوي خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمتونه وړاندې کړي، خو نړیوال دې افغانستان دې ډګر کې یوازې نه پرېږدي.
پوهنې وزارت د دې ورځې په مناسبت افغان ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی، چې ا.ا زده کړې حاصلول د هر افغان لپاره اړین بولي او هڅه کوي خلکو ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمتونه وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، ا. ا په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانیدلی، په ټول هېواد کې د زده کړو زرګونه مرکزونه فعال وساتي.
یاد وزارت په نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې له ۴۰ کلن کړکېچ څخه راوتلی افغانستان، په ښوونيز ډګر کې یوازې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ا.ا سره همکاري وکړي.
پرون د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړيواله ورځ وه، چې د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې یا یونېسکو دغه ورځ د افغان ښځو او نجونو په نوم ونمانځله.