ځينې نور بیا وايي، اوس د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ نظر مثبت بدلون کړی،که اسلامي امارت د تفاهم لاره غوره کړي،نو د رسمیت پیژندنې ستونزه به ژر حل شي.
د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« اوس طالبانو ته یو غوره فرصت برابر شوی دی،چې د تفاهم له لارې د نجونو زده کړو، د ښځو کار او ځينو نور مسایل دي،چې دا حل کړي.
د ملګرو ملتونو او له خپلو افغانانو سره تفاهم ته ورسیږي،چې دا به د افغانستان د بحران لا ژورېدو مخه ونیسي او که دغه مسله اوږدیږي، بیا به څوک مذاکرې ته زړه نه ښه کوي او نه به هم څوک راځي. نو بنآ دا یو غوره فرصت دی،چې باید استفاده ترې وشي، اوس داسې نښې شته دي، که طالبان لږ د تفاهم لاره غوره کړي،د رسمیت پیژندنې مسیر په لندېدو ښکاري،ځکه دسیمې او نړۍ په نظریاتو کې ځينې بدلون لیدل کیږي.»
د ملګرو ملتونو مرستیال مارټین ګریفیټس د رئیس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي او په دغه لیدنه کې یې د بشري مرستو لپاره د ښځنیه کارکوونکو شتون اړین بللی دی او غوښتنه یې کړې،چې اسلامي امارت باید ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
له هغې وروسته چې اسلامي امارت په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د ښځو پرکار بندیز ولګاوه او د نجونو ټولې زده کړې یې وځنډولې، دا د ملګرو ملتونو درېیم لوړپوړی پلاوی دی،چې کابل ته راځي او له حکومتي مشرانو سره ګوري.
کتوونکي دغو تګ راتګونو ته د فرصت په سترګه ګوري او غوښتنه یې دا ده،چې باید استفاده ترې وشي.