Skip to content
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګرېفېټس د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، اړمنو کسانو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارکوونکو شتون اړین دی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون مازیګر په بشرپاله چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په مشرۍ پلاوي سره چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسوولین هم و، کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاده لیدنه کې ګریفیټس ویلي، افغانستان ته يې د سفر موخه په بشر دوستانه فعالیتونو باندې تمرکز دی چې په ښه توګه دوام پیدا کړي.
د نوموړي په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې یې له ۲۸ میلیونه افغانانو سره د مرستې لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالر غوښتي چې دا د نړۍ په کچه د دوی لوی فعالیت تشکیلوي.
د هغه په وینا، ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره په غیرې دولتي موسسو کې د ښځو کار یوه اړتیا ده او اسلامي امارت دې په موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.