Skip to content
د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې استازو په بروکسل کې د ناستې پر مهال ټینګار کړی چې د یوه سوله ییز او ځواکمن افغانستان لپاره به خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکوي.
د دغې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په تړاو اندېښنه ښودلې او د خپلو هر اړخیزو مرستو د دوام ډاډ يې ورکړی.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې ناستې په اجنډا کې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو ارزونه او له افغانستان سره د دوامداره مرستو ډاډ ورکول شامل وو.