Skip to content
د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې یا یونېسکو عمومي مدیره اندرې ازولای وايي، د زده کړو نړیواله ورځ به افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شي.
ټاکل شوې چې یونېسکو د یوې لویې غونډې په جوړولو سره د افغان ښځو پر زدهکړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه وکړي.
د زده کړو نړیواله ورځ به د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د راتلونکې سې شنبه په ورځ ونمانځل شي.
له نړیوالو غبرګونونو او فشارونو سره – سره ا.ا د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او په دې ورستیو کې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ا.ا وایي، د مناسب چاپېریال په برابرولو سره به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.