Skip to content
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، که ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند وړاندیز وکړي، نو روسیه به هم په ټاپي پروژه کې ګډون وکړي.
ضمیر کابلوف په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د دغې پروژې د امنیت د ټینګښت ضمانت له مهمو موضوعاتو دی او په خبره یې د دغې پروژې په عملي کېدو کې نور شرایط د اجرا وړ دي.
ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګاز نل لیکې غځولو ګډه پروژه ده چې په دې وروستیو کې یې په تړاو د افغان چارواکو او د دغې پروژې د مشر ترمنځ هم خبرې شوې وې.