Skip to content
مسوولین وایي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا او واورو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ تنو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان بېلابېلې سیمې له تېرو دوو اونیو راهیسې د سړې هوا تر سختې څپې لاندې دي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي مني، چې د هوا سړېدو، سېلابونو، اور لګېدنې او د ګاز نیولو له امله تر اوسه، په ګڼو ولایتونو کې ۱۰۴ کسان مړه شوي، ۵۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
د رحیمي په خبره، یاد وزارت ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې او مرستې رسونې لپاره ټیمونه لېږلي دي.