<h4>په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي چې په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه ټاکل شوی و، رسماً خپله دنده پیل کړه.</h4> <!--more--> <h4>د راپورونو له مخې، قُمي به افغانستان کې د ایران د سفیر ترڅنګ د دغه هېواد د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده هم پر غاړه ولري.</h4> <h4>د بهادر امنیان د دندې له پای ته رسېدو وروسته ایران حسن کاظمي قُمي د افغانستان لپاره د ایران د سفیر په توګه ټاکلی دی. </h4> <h4> </h4>