Skip to content
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ټول ماشومان د زده کړو حق لري او د دې حق په ورکړه کې بايد خنډونه رامنځته نه شي.
ګوترېش که څه هم د کوم هېواد يا ډلې نوم نه دی اخيستی، خو ويلي یې دي، له زده کړو د نجونو راګرځول په هېڅ ډول د توجیې وړ نه دي.
د نوموړي په خبره، ټول ماشومان د زدکړو حق لري او موږ باید د ټولو لپاره د با کیفیته، انعطاف وړ او ټولګډونه تعلیمي سیستمونو رامنځته کېدو لپاره ګامونه پورته کړو.
هغه په خپل ټویټ کې یادونه کړې، چې دا مهال په نړۍ کې له ۵.۱۱۸ میلیونو ډېرې نجونې ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي.