Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي همکاریو سازمان: په ټول قوت سره افغانستان کې له ټاکنو ملاتړ کوو

شنونکي: کابل ته به د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي راتګ ګټور وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/19

د اسلامي همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه ویلي،چې د دیني عالمانو یو پلاوی یې کابل ته ځي او هلته به له افغان چارواکو سره د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو پرسر خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا د اسلامي همکاریو سازمان یو مهم پلټ فارم بولي او په باور یې کابل ته به یې د پلاوي راتګ اغیزمن وي، خو پر وینا یې اسلامي امارت ته په کار ده، چې د ښځو د زده کړو په برخه کې د اسلامي نړۍ قناعت ترلاسه کړي. 

دوی وايي، اسلامي امارت باید د اسلامي همکاریو سازمان سره تعامل ته ورسیږي او له دغه سازمان سره اړیکې د افغانستان پر ګټه دي. 

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د اسلامي همکاریو سازمان د  پلاوی راتګ کابل ته د افغانستان لپاره ګټور اغیزمن دی، خو اسلامي امارت باید د نجونو د زده کړو په اړه باید داسې یو دریځ ولري،چې اسلامي امت پرې قانع کړي. افغانستان ته اړتیا ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان سره تعامل ولري او د خبرو اترو لړۍ پیل کړي،چې د افغانستان پر ګټه ده.» 

خو ځينې بیا په دې باور دي،چې د افغانستان ستونزه افغانان حل کولی شي او په خبره یې کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي راتګ اسلامي امارت ته فرصت په لاس ورکولی شي،چې خپل دریځ کې نرمښت وښي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«ترهغې،چې د افغانستان ستونزه خپله افغانان او طالبان حل نه کړي، دا سازمان هېڅ نه شي کولی،خو یو څه به وکړي،چې یو فرصت به رامنځ ته کړي او طالبان باید ترې ګټه واخلي، اصلاحات راولي او خپلو وروستیو دریځونو کې نرمښت ښکاره کړي،چې ورسره به د افغانانو ستونزې حل شي او او څه به یې له نړۍ سره اړیکې ټېنګې شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاتي بیا وايي،د اسلامي همکایو سازمان ته په نړۍ کې د لوی اقتصادي او سیاسي ځواک په سترګه کتل کیږي او په خبره یې دغه سازمان کولی شي،چې د افغانستان حکومت او غربي نړۍ ترمنځ واټن راکم کړي او د اړیکو په ښه کېدو کې یې اغیزمن رول ولوبوي. 

دهاتي زیاته کړې:«د اسلامي همکاریو سازماند   لوي اقتصادي، سیاسي او فرهنګي قدرت لرونکی  دی او که په ریښتینې توګه وغواړي او هلې ځلې وکړي،نو د  اسلامي امارت او غربي نړۍ ترمنځ به دا واټن کم کړي او د اړیکو د ښه کېدو لپاره به ډېر ګټور تمام شي.» 

له هغې وروسته،چې اسلامي امارت د نجونونو پر مخ د پوهنتونونه دروازې وتړلې او په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، د نړیوالو ترڅنګ یې د اسلامي همکاریو سازمان او هېوادونو توند غبرګونونه هم راوپارول.

یاد سازمان یوه اوونۍ وړاندې د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې په دې تړاو ناسته وکړه او د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې یې غیر اصولي وبللې. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist