د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ په افغانستان کې د عامې روغتیا له وزارت د اړینو ډاډونو له ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد کې خپل روغتیايي او تغذیه عملیات بیا پیل کوو. زموږ ښځینه کارکونکې به وکولی شي،چې د ټولنې پر کچه او ملاتړي رولونو کې خپل کارونه په خوندي او بې له خنډه ترسره کړي.»
خبرپاڼه کې ویل شوي،چې چې له ښځینه کارکونکو پرته افغانستان کې کار نه شي کولی او افغانستان کې روان بشري ناورین ته په کتو به د روغتیا او تغذیې برخو کې اغېزمن عملیات کوي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« زموږ ښځینه همکارانې د سازمان یوه مهمه برخه ده. موږ نه شو کولی، له دوی پرته کار وکړو. موږ په افغانستان کې روان بشري ناورین په پام کې نیولو سره د روغتیا او تغذیې عملیاتو برخه کې بیا فعالیت پیل کوو.»
پاملرنه موسسه په افغانستان کې له ۱۹۶۱ زېږدیز کال راهیسې په بشري، د ښځو پياوړتیا، زده کړو او ماشومانو روغتیا برخه کې فعالیت کوي.
یادې ادارې غوښتنه کړې،چې سرپرست حکومت دې خپله پرېکړه بېرته واخلي، او دوی دې پرېږدي،چې په ټولو برخو کې افغان مېرمنو او نجونو ته خپل خدمات ورسوي.
د خبرپاڼې یوه برخه: هېله من یو،چې وروستي بندیزونه بېرته واخېستل شي. موږ په ورته وخت کې د پرمختګونو او حل لارو چارو په لټه کې یو. دواړه ښځینه او نارینه کارکونکي باید اجازه ولري چې ټولو سکتورونو کې او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو ته د ژوند ژغورونکو عملیاتو برخه شي.»
بل خوا عام افغانان هم د نړیوالو مرستندویه ادارو د بیا فعالیت څخه خوښ دي او وايي، په دې بد اقتصادي وضعیت کې باید له افغانانو سره مرستې وشي.
شااوخوا درې اوونۍ وړاندې سرپرست حکومت افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غېر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ،چې ورسره یو شمېر موسسو خپل فعالیت وځنډاوه.
دوی له چارواکو غواړي،چې افغانستان کې د ښځینه کارکونکو پرته اغېزمن فعالیت نه شي کولی،خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دا بندیزونه لنډمهاله دي او د ښه چاپیریال په برابرولو کار کوي.