د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، هېواد یې د افغان ښځو د زده کړو او کار ملاتړ کوي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر په خبره، دوحه پر افغان ښځو د زده کړو او کار بندیزونو ته له مذهبي یا کلتوري نظره نه ګوري او له نورو مسلمانو هېوادونو سره له دې وضعیت سره د مبارزې په تړاو په مشورو بوخت دی.
محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په یوه مرکه کې ټینګار کړی، قطر له افغان ښځو سره ولاړ دی او پر افغان ښځو وروستیو بندیزونو ناهیلی کړی دی.
د نوموړي په وینا، هڅه یې کړې په کندهار کې د اسلامي امارت له چارواکو سره اړیکه ونیسي او خبرې ورسره وکړي، خو لا تر اوسه نه دی بریالی شوی.
محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وایي له اسلامي امارت او د سیمې له هېوادونو سره خپلو مشورو ته دوام ورکوي.