Skip to content
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په استازیتوب د دوو ښځو په ګډون د یاد سازمان درې چارواکي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حقونو په تړاو له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پلاوي کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امنه محمد، د دغه سازمان د ښځو دفتر اجراییوي مشره سیما بحوث او د سیاسي چارو او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال خالد خیاري شامل دي.
خبرپاڼه دغه راز کاږي، دغه پلاوي کابل ته تر راتګ وړاندې په ګڼو ګاونډیو هېوادونو، خلیج او نورو هېوادونو کې ناستې کړې او همدا شان د اسلامي کنفرانس سازمان، اسلامي پرمختیايي بانک او په انقره کې د افغان ښځو له استازو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له ځانګړو استازو او سفیرانو سره ناستې کړې او د بحثونو پایله کې ټول پر دې نظر شوي دي چې د افغان ښځو پر وړاندې د اوسنیو ستونزو د ختمولو لپاره باید مثبت ګامونه واخیستل شي.