د افغانستان او نړۍ ترمنځ ورځ بلې ته واټن زیاتیږي،چې ورسره اندیښنې هم زیاتې شوي دي.
د نجونو د زده کړو له ځنډولو او د ښځو پر کار بندیز لګولو وروسته د رسمیت پیژندنې هیلې کمې شوي دي او د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي په دې اند دي،چې په داسې وضعیت کې به هېڅ هېواد د افغانستان اوسني حکومت رسمیت پیژندنې ته زړه ښه نه کړي.
دوی وايي، سرپرست حکومت باید اساسي قانون جوړ کړي او هغه فرمانونه،چې د ولس او نړیوالو غوښتنې راپورته کوي نه دې صادروي.
د مخکېني حکومت د ولسې جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:« د ځينو اشخاصو د ضد له امله د خلکو ژوند دایره کوچنۍ کیږي،د ځينو اشخاصو د ضد له امله نړیوال مشروعیت نشته دی،حاکم حکومت مسوول دی،چې اساسي قانون جوړ کړي،دولت جوړ کړي او نړیوال مشروعیت واخلي او کوم فرمانونه،چې د ولس په مخالفت کې قرار لري د داسې فرمانونو له ورکړې دې ډډه وکړي.»
ځینې نور بیا وايي، اسلامي امارت باید د افغانستان ملي ګټو پر اساس له نړیوالو سره تعامل وکړي او نړۍ هم باید خپلې مرستې بندې نه کړي.
دوی په دې باور دی،چې پر کوردننه او بهر ملي ګټو او هېواد ته ژمنو افغانانو سره د بین الافغاني خبرو پیل کولی شي،چې په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه او نظام ته سیاسي باور ور په برخه کړي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي:« موجوده حکومت ته پکار ده،چې د افغانستان ملي ګټو ته په کتو سره له نړۍ سره تعامل جوړ کړي او نړۍ باید له افغانستان سره خپلو دایمي مرستو ته ادامه ورکړي او حکومت باید له هغو افغانانو سره چې نیک شهرت لري، که هغه داخل او یا بهر کي دي خبرې شروع کړي،چې دایمي سوله ټینګه شي.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي بیا وايي، افغان ولس له سخت بشري، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی او په اوسنیو شرایطو کې هر ډول مرستې ته اړتیا لري.
فرهادي و ايي، په کور دننه پر سیاسي قشر باور کولی شي،چې د خلکو په منځ کې د حکومت اعتبار زیات کړي او دا ټول د نظام د نړیوالې رسمیت پیژندنې لپاره لومړني ګامونه دي،چې واخېستل شي.
هغه زیاته کړه:« موږ ګورو،چې په تیرو۱۶ میاشتو کې د بحران وضعیت زیات شو، اوس اسلامي امارت ته پکار ده،چې پر کوردننه سیاسي قشر باندې باور وکړي او همکاري یې جلب شي. دا به دې لامل شي،چې د خلکو له لوري حکومت په غوره بڼه قبول شي.»
اندېښنې دا دي،چې د دغه ډول پریکړو دوام به د افغانستان راتلونکې او د میلیونونه افغانانو ژوند وننګوي.