Skip to content
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د سړې هوا له کبله د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
د یاد کمپاین موخه په ټول هېواد کې له سړې هوا څخه د ژغورلو او سرپناه برابرولو په موخه په نشه د روږدو کسانو راټولول دي.
د یاد وزارت په خبره، تر دې مهاله یې د لس زرو په شاوخوا کې روږدي کسان په کابل او هرات ولایتونو کې راټول کړي دي.
دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي، چې په ځینو ولایتونو کې د سړې هوا له امله په نشه د روږدو کسانو د مړینې راپورونه ورکول شوي دي.