د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي،څومره چې د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په تړاو رامنځ ته شویو ستونزو په حل کې ناوخته کیږي،په هماغه اندازه فرصت غوښتونکو ډلو او هېوادونو ته د دې زمینه برابریږي،چې د افغانستان حالت لاهم کړکیچن کړي او د نظام پر وړاندې ګواښونه رامنځ ته کړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« څومره چې د دغې ستونزې په حل کې ناوخته کوو،هغومره نیوکې اسلامي امارت ته متوجې کیږي. دا نه یوازې د وخت ضایع کول دي، بلکې هغو هېوادونو او ډلو ته زمینه برابروي، چې غواړي د افغانستان اوسنی وضعیت لا کړکیچن کړي او اسلامي امارت ته نوي ستونزې او ګواښونه راولاړ کړي.»
ځینې بیا په دې باور دي،که وروستي حکمونه بېرته وانخېستل شي او وضعیت په همدې توګه دوام وکړي،هېڅ هېواد به د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت ونه پیژني.
د سیاسي چارو کارپوه مرتضي مطهري وايي:«که دا فرمان لغوه نه شي،موږ به په افغانستان کې د یوه بحران شاهدان یو او که دا فرمان همداسې پلی وي، اسلامي امارت به پر رسمیت ونه پيژندل شي،ځکه د هېواد ۵۰ سلنه ښځې تشکیلوي او کله چې ښځې د زده کړو او کار له حقه محرومې وي،هېواد به دغه نظام پر رسمیت ونه پيژني.»
په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان نیوکه کړې ده،چې د نجونو پر زده کړو محدودیت لګول د شریعت خلاف کار دی او دوی به اسلامي امارت پر رسمیت ونه پيژني.
مجاهد ویلي، ټولو نړیوالو سازمانونو او هیوادونو ته په کار دي،چې د افغانستان حالات او ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال باید بشري موضوعات او انساني مرستې له سیاسي چارو سره ونه تړي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نړیوالوته په اشارې وايي ،همدغو هېوادونو په تیرو ۲۰ کلونو کې افغانان په بمونو او باروتو وژل او اوس یې پر لوږه وژني.
متقي زیاته کړې:«اوس چې دلته کومې ستونزې دي،د هغو ظالمانو اشغالګرو له لاسه دي، چې ۲۰ کاله یې دلته خلک وژل،هغه مهال یې خلک په بمبونو او طیارې سره وژل او اوس غواړي چې خلک له لوږې مړه کړي.»