د قطر پلازمېنه دوحه کې له پراخه مذاکراتو او پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته د امریکا پر مشرۍ د ناټو ایتلافي ځواکونه له افغانستانه ووتل.
د مخکېني افغان دولت چارواکو تر څنګ ګڼو امریکایي چارواکو دا وتل بې مسوولیته بللي،خو ډېری افغانانو بیا د خپلواکۍ تر لاسه کولو خوښي څرګنده کړه.
د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا کانګریس کې جمهوري غوښتونکو بار بار د ولسمشر جو بایډن له ادارې د خپلو وتلو په تړاو د وضاحت غوښتنه وکړه،خو هغوی لا هم بې ځواب دي.
اوس تازه په کانګریس کې د بهرنیو اړیکو کمیټه،چې مشري د جمهوري غوښتونکي مایکل مک کال په لاس کې ده، په یوه لیک کې د مالوماتو ورکولو غوښتنه کړې او له افغانستانه د وتلو په اړه د مالوماتو پټول یې له شرم ډک کار بللی دی.
د مایکل مک کال د لیک یوه برخه:« دا یو بې بنسټه او له شرم ډک کار دی،چې د ولسمشر جو بایډن ادارې په مکرر ډول زموږ د اوږدې مودې څار غوښتنې رد کړې او له افغانستانه د وتلو اړوندو مالوماتو پټ ساتلو ته دوام ورکوي.»
دا لومړی ځل نه دی،چې مک کال په دې تړاو د وضاحت غوښتنه کوي،بلکې تیر کال یې هم څو ځله ورته غوښتنه کړې،خو دا چې هغه د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمیټې یو عادي غړی وه، کوم چا یې غوښتنو ته ارزښت ورنه کړ.
اوس مایکل مک کال د یادې کمیټې مشر ټاکل شوی، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته یې یوازې د جنورۍ میاشتې تر ۲۶ نیټې وخت ورکړی او ګواښ یې کړی،که غوښتنو ته یې ځواب ورنه کړل شي پروسه به اجباري کړي.
د مایکل مک کال د لیک یوه برخه:« اړینه ده،چې د بهرنیو چارو وزارت دې اوږدمهاله غوښتنو ته بشپړ ځوابونه ورکړي او کمیټه دې له دوامدار ځنډ سره نه مخ کوي. د نه منلو په صورت کې به کمیټه د اجباري پروسې په ګډون د دې غوښتنې د پلي کولو لپاره له موجودو چارواکو ګټه واخلي.»
که څه هم جمهوري غوښتونکي د ولسمشر جو بایډن اداره د مالوماتو په نه ورکولو تورنوي،خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس بیا ویلي، له کانګریس سره یې پوره همکارې کړې او تل یې د هغوی پوښتنو ته ځواب ویلی دی.
هغه زیاته کړې:«د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي استازي عامه ځایونو کې حاضر شوي او د افغانستان د پالیسۍ په اړه یې پوښتنې ځواب کړې دي، د دې تر څنګ وزارت د افغانستان د پالیسۍ په اړه د غړو او د هغوی د کارمندانو له خوا د مالوماتو او مکتوبونو لپاره زرګونو غوښتنو ته ځواب ورکړی دی. موږ هېله من یوو،چې له کانګریس سره په هغو برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورکړو.»
د جمهوري غوښتونکو له خوا په استول شوي لیک کې له افغانستان د وتلو د وضاحت تر څنګ د افغانستان د اوسني حکومت په تړاو هم ګڼې پوښتنې شوې دي.
لیک کې پوښتل شوي،چې افغانستان ته د بهرنیو مرستو لغوه کول او یا بیا پیل څخه د امریکا موخه څه ده؟ او له اسلامي امارت سره اوس امریکا کومې اړیکې لري؟