Skip to content
د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه نن «دوشنبه، د مرغومې ۲۶مه» د داوطلبۍ له لارې ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي.
یاد بانک په یوه ټویټ کې په شرطونو برابرو بانکونو او د صرافۍ له شرکتونو غوښتي چې په دې بولۍ کې ګډون وکړي او زیاته کړې یې ده چې ګټونکي مکلف دي د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
دغه راز د یاد بانک د خبرياڼې له مخې، د بانک مشرتابه د افغانستان سوداګریزو بانکونو له استازو سره په غونډه کې ژمنه کړې چې د سوداګریزو بانکونو لپاره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د افغانستان بانک داسې مهال د ډالرو د لیلام خبره کوي، چې له نږدې یوې میاشتنې ځنډ وروسته د تېرې شنبې په ورځ افغانستان ته د نړیوالو مرستو د نغدو پیسو ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه کابل ته راورسېده او کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.