Skip to content
د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کې د وروستۍ پېښې په اړه د تسلیت اوغم شریکۍ مراتب وړاندې کړل.
بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې کاږلي، ارګینای متقي ته ډاډ ورکړی چې په نږدې ورځو کې به د ترکیې د بشردوستانه مرستو نولسمه جوپه افغانستان ته را ورسیږي.
اخوا بیا متقي په دغه لیدنه کې د ترکیې مرستو او همکاریو مننه وکړه او دغه راز یې د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.